مرثيى 4:20 - Pakistani Yousafzai Pashto20 د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“ Faic an caibideil |
زۀ ستاسو په وړاندې يم. کۀ ما څۀ غلط کار کړے وى، اوس اوس د مالِک خُدائ او د هغه بادشاه په مخکښې په ما اِلزام ولګوئ کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. ما د چا غوَيے يا د چا خر بوتلے دے څۀ؟ ولې ما څوک دوکه کړے دے يا مې په چا ظلم کړے دے څۀ؟ ما د چا نه رشوت اخستے دے څۀ؟ کۀ ما دا يو کار هم کړے وى، نو ما چې څۀ هم اخستى وى هغه به واپس ورکړم.“