2 د صيون بيش قيمته ماشومان، چې د خالص سرو زرو په تول وُو، خو اوس هغه لکه د خاورين لوښو په شان دى، لکه چې کُلال جوړ کړى وى.
دا ټوټې ټوټې شى د خټې د هغه لوښى په شان چې ټکړې ټکړې کړے شوى وى او د هغې يوه ټوټه به هم دومره نۀ وى چې په هغې کښې بل سکارۀ راواخستلے شى، يا په کښې د ډيګۍ نه اوبۀ راوويستلے شى.“
ستا چې څومره زامن شوى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې ستا رهنمائى وکړى، تا چې څومره زامن لوئ کړى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې تا د لاس نه ونيسى او بو دې ځى.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د کُلال نه يو د خټو منګے په بيعه واخله. او ځان سره د خلقو يو څو مشران او لوئ اِمامان بوځه.
او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى، زۀ به د دې منګى په شان دا قوم او دا ښار ټوټې ټوټې کړم چې د بيا جوړېدو امکان به يې نۀ وى. په هغه وخت کښې به هغوئ خپل مړى په توفت کښې ښخوى، تر هغې پورې چې د ښخولو نور ځائ پاتې نۀ شى.
خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“
زاړۀ او زلمى په کوڅو کښې پراتۀ دى، په زمکه په کوڅو کښې زما ځوانې ښځې او ځوانان سړى په تُوره راغورزولے شوى دى. د خپل قهر په ورځو کښې تا هغوئ مړۀ کړل او په بېرحمۍ سره مو حلال کړل.
دوئ شهزادګان د لاسونو نه راځوړند کړى دى او د مشرانو بېعزتى يې کړې ده.
بنى اِسرائيل لواړ تېر کړے شوى دى. اوس هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ شوى دى او د بېکاره لوښى په شان پراتۀ دى.
زۀ به يهوداه داسې راکاږم لکه څنګه چې زۀ خپله د غشى لينده راکاږم او د اِفرائيم نه به يې لکه د غشو ډک کړم. زۀ به ستا زامن، اے صيونه، د يونان د زامنو خلاف راپاروم، او تا نه به د جنګيالى تُوره جوړه کړم.
په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.
په لوئ کور کښې نۀ يواځې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وى بلکې د لرګى او خاورين لوښى هم وى، دا څۀ د خاص او څۀ د عام استعمال دپاره وى.