19 زمونږ دشمنان به د باز نه زيات تېز وُو، کۀ مونږ به غرونو ته وزغلېدو نو هلته به يې پېدا کړُو او کۀ په صحرا کښې به پټ شُو نو هغوئ به هلته زمونږ انتظار کولو.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.