Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 4:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 مونږ په خپلو کوڅو کښې نۀ شُو ګرځېدلے ځکه چې دشمن راته مورچه شوے دے. زمونږ آخر رانزدې شوے وو، او زمونږ ورځې شمېرلے شوې وې، ځکه چې زمونږ اَنجام رارسېدلے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 4:18
16 Iomraidhean Croise  

او کۀ زۀ خپل سر اوچتوم، نو تۀ د ازمرى په شان زما ښکار کوې، او خپل لوئ طاقت زما خِلاف استعمالوې.


غېبت کوونکى دې په دې مُلک کښې کامياب نۀ شى، او په ظالمانو دې ناګهانه افت راشى.


مالِک خُدائ راته وفرمائيل، ”تا ته ټيک ښکارى، د دې دا مطلب دے چې ‎‎‎‎‎‎زۀ د خپل کلام ساتونکے يم، زۀ چې څۀ وايم چې هغه پوره شى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.


خو کله چې هغه د بنيامين دروازې ته ورسېدو، نو هلته د چوکيدارانو آفسر د اِرياه په نوم چې د شلمياه زوئ او د حننياه نمسے وو هغه ونيولو. او ورته يې ووئيل، ”تۀ بګوړه شوے يې او د بابليانو سره ملګرے کېږې.“


پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“


مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، بابل لکه د درمند په شان تيار دے او اوس هغه وخت رارسېدلے دے چې خلق هغه د پښو لاندې کړى هرکله چې د لو وخت شروع شى.“


هغوئ څوک چې هيڅ بې‌هيڅه زما دشمنان وُو هغوئ لکه د مرغۍ په شان زۀ وويشتم.


”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو خلق داسې وائى چې، حزقى‌ايل د ډېر لرې وخت په حقله خبرې کوى. د هغۀ رويا به ډېر وخت اخلى او زر به پوره نۀ شى.


مالِک خُدائ تپوس وکړو، ”اے عاموسه، تا څۀ وليدل؟“ نو ما ورته جواب ورکړو، ”د پخې مېوې ډکه ټوکرۍ مې وليدله.“ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وخت پوخ شوے دے، زۀ به نور هغوئ د سزا نه بغېر نۀ پرېږدم.“


ګوره، د بنى اِسرائيلو بادشاه د چا د وژلو کوشش کوى؟ ګوره، هغه په چا پسې شوے دے؟ په يو مړ سپى پسې، په يوې ورَږې پسې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan