Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 4:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 مالِک خُدائ په خپله هغوئ خوارۀ وارۀ کړل او نور يې د هغوئ قدر نۀ کولو. خلقو نۀ د اِمامانو عزت کولو او نۀ يې په مشرانو رحم کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 4:16
20 Iomraidhean Croise  

لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بې‌رحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډ‌وډ کړم.


نو مالِک خُدائ د بابل بادشاه راوستو چې په هغوئ حمله وکړى، تر دې چې د مالِک خُدائ په کور کښې هم هغۀ د يهوداه زلمى ووژل. هغۀ په ځوان يا بوډا، په نر يا ښځه، بيمار يا روغ په هيچا هم رحم نۀ کولو. خُدائ پاک هغوئ ټول ورته حواله کړل.


او د هغوئ اولاد يې په قومونو کښې خوارۀ کړل، او هغه يې په مُلکونو کښې تس نس کړل.


خو هغۀ د هغوئ مصيبت ته پام شو کله چې هغۀ د هغوئ ژړا واورېده،


هيڅ څوک به بچ پاتې نۀ شى، کۀ هغه اِمامان وى يا عام خلق، مالِک وى کۀ نوکر، مالِکه وى کۀ نوکره، خرڅوونکى وى يا اخستونکى، قرض ورکوونکى يا قرض اخستونکى، کۀ قرضدار وى او کۀ مالدار وى.


زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.


د يهوداه بادشاه منسى د حزقياه د زوئ په وجه چا چې بد کارونه په يروشلم کښې کړى وُو، زۀ به خپل خلق د دُنيا بادشاهانو دپاره د يرې يو مثال جوړ کړم.


زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بې‌عزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بې‌عزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.


نبوزردان د فوج مشر د خپل ځان سره د دې نه علاوه، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې خادمان قېديان بوتلل.


وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟


هغۀ خپل کور داسې په آسانه راوغورزولو لکه تۀ به وائې چې په باغ کښې يې جونګړه راوغورزوله، او د عبادت مقدس ځائ يې تباه کړو. مالِک خُدائ په صيون مقدس اخترونه او د سبت د ورځو يادونه هېر کړل. په خپل سخت قهر او غضب کښې يې بادشاه او اِمام دواړه رد کړل.


دوئ شهزادګان د لاسونو نه راځوړند کړى دى او د مشرانو بې‌عزتى يې کړې ده.


نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم.


مالِک خُدائ به ستاسو دشمنانو له په تاسو باندې فتح ورکړى. تاسو به د يو طرف نه په هغوئ باندې حمله وکړئ، خو تاسو ته به د تېښتې لار نۀ ملاويږى، چې د زمکې خلق ستاسو دا حالات وګورى نو وبه يريږى چې دا په تاسو څۀ شوى دى.


ما به هغوئ بېخى تباه کړى وى، نو هيڅ څوک به هغوئ نۀ يادوى.


دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو. نو زۀ به هم د هغوئ څۀ پرواه نۀ کوم، مالِک فرمائى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan