15 ”اخوا شئ ناپاکو،“ خلقو په هغوئ چغې ووهلې، ”اخوا شئ، اخوا شئ، لاس مۀ راوړئ.“ نو بيا هغوئ لرې وطنونو ته وتښتېدل او په غېرو قومونو کښې سرګردانه ګرځېدل خو هيچا هلته پاتې کېدلو ته نۀ پرېښودل.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ به ستاسو د هرې خوا نه په تاسو باندې يره او وحشت راولم. او ستاسو هر يو کس به د مُلک نه وشړلے شى، او هيڅ څوک به هم دا مفروران يو ځائ ته راجمع نۀ کړى.
يهوداه جلاوطن کړے شو، د ډېرو سختو مشقتونو سره هغه د نورو مُلکونو په مينځ کښې اوسيږى، او د اوسېدو دپاره هغه د آرام ځائ نۀ لرى. د هغۀ دشمنانو هغه راګېر کړو، او هغۀ ته د تښتېدو موقع نۀ وه.