12 د دُنيا بادشاهانو په دې يقين نۀ کولو، او نۀ پرې د دُنيا يو اوسېدونکى باور کولو، چې مخالفين او دشمنان به د يروشلم په لويو دروازو کښې راننوځى.
د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهۍ د نولسم کال د پينځمې مياشتې په اوومه ورځ، د بادشاه مشير او د هغۀ د لښکر مشر نبوزردان يروشلم ته وردننه شو.
مالِک خُدائ فرمائى، اے يروشلمه، زۀ به په ذاتى توګه ستاسو خلاف جنګ کوم، تاسو څوک چې په دې وادۍ بره اوسېږئ او په اوچت ګټ پراتۀ يئ، تاسو څوک چې په ډېر فخر سره وايئ، دلته څوک زمونږ خلاف راتلے شى څۀ؟ او زمونږ پناه ګاه ته څوک راننوتلے شى څۀ؟