Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 4:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مالِک خُدائ خپل ټول غضب په دوئ ظاهر کړو او هغۀ خپل سخت قهر رانازل کړو. هغۀ په صيون کښې اور بل کړو. او هغه يې تر بنيادونو وسوزولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 4:11
29 Iomraidhean Croise  

ستا خلق د کمزورۍ د وجې نه په هره کوڅه کښې غورزيږى، هغوئ بې‌مددګاره لکه د هوسۍ په شان په جال کښې انښتى دى. او د مالِک خُدائ غضب په هغوئ نازل دے او خُدائ پاک هغوئ رټلى دى.


نو بيا به زۀ هغوئ په خپلو کښې سره وجنګومه تر دې چې مور پلار او بچى به په خپلو کښې يو بل زره زره کړى. او زۀ به په هغوئ هيڅ قسم رحم او ترس ونۀ کړم. او هيڅ څيز به ما د هغوئ د تباه کولو نه منع نۀ کړى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.


خو کۀ تاسو زما خبره ونۀ منئ او د سبت ورځ مقدسه ونۀ ساتئ، او لکه د نورو ورځو په شان د سبت په ورځ د سودا پنډونه د يروشلم دروازو ته راؤړئ، نو بيا به زۀ په دې دروازو اور بل کړم. او دا اور به د يروشلم محلونه وسوزوى. او د دې اور لمبې به هيڅوک مړې کولے نۀ شى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو د عمل په مطابق چې د څومره سزا قابل يئ هومره درکړم. زۀ به ستا د قلعه ګانو د لرګو په ستنو اور بل کړم او د هغې نه ګېرچاپېره چې هر څۀ وى هغه به وسوزوم.“


شايد چې هغوئ مالِک خُدائ ته عرض او مِنت زارى وکړى او ټول د خپلو بدو لارو نه راوګرځى، ځکه چې د مالِک خُدائ قهر او غضب ډېر لوئ دے کوم چې يې د دې خلقو خلاف اعلان کړے دے.“


نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“


افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو.


نو مالِک خُدائ خپل مقصد پوره کړو، هغۀ د خپل مقصد خبردارے ورکړو، چې د ډېر پخوا نه يې خبردارے ورکړے وو، هغۀ په بې‌رحمۍ سره هر څۀ تباه کړل. هغۀ ستا دشمنان په تا خوشحاله کړل او هغۀ ستا د دشمنانو زور په تا اوچت کړے دے.


هغۀ په خپل قهر و غضب کښې د اِسرائيلو ټول طاقت ختم کړو. کله چې دشمن حمله وکړه نو مالِک خپل ښے لاس د هغوئ مدد نه وروستو کړو. هغه په اِسرائيل کښې لکه د اور لمبه شو او ګېرچاپېره هر يو شے يې وسوزولو.


هغۀ لکه د دشمن په شان خپله لينده راښکله او هغۀ خپل ښے لاس لکه د دشمن ګزار ته تيار کړو. هغۀ هغه ټول ووژل څوک چې په مونږ ګران وُو، هغۀ خپل غضب لکه د اور په شان د لور صيون په نيازبينې خېمې راوورولو.


مالِک خُدائ دا فېصله وکړه چې د صيون ښار دېوالونه وران کړى. هغۀ د ورانولو دپاره د ناپ تول ګز راوغزولو او خپل لاس يې د هغۀ د تباهۍ نه منع نۀ کړو. د هغۀ دېوالونه او د هغۀ مورچې يې په ماتم آخته کړې او دواړه په يو ځائ تباه شول.


اے صيون لورې، ستا سزا به پوره شى، هغه به تا نور په جلاوطنۍ کښې ونۀ ساتى. خو اے د ادوم لورې، هغه به تا له ستا د ګناهونو سزا درکړى او ستا ګناهونه به ښکاره کړى.


نو زۀ به په هغوئ خپل غضب رانازل کړم او هغوئ به په خپل سخت قهر کښې وسوزوم، او هر هغه څۀ به د هغوئ په خپل سر راولم څۀ چې هغوئ کړى دى. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


نو ما بيا په هغوئ خپل غضب نازل کړو ځکه چې هغوئ په هغه مُلک کښې وينه تويه کړې وه او ځکه چې هغوئ هغه مُلک په خپلو بُتانو سره پليت کړے وو.


هغه څوک چې لرې دى نو هغوئ به په وبا سره مړۀ شى، او هغه څوک چې نزدې دى هغوئ به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ څوک چې بچ پاتې شى نو په قحط سره به مړۀ شى. زۀ به خپل ټول قهر و غضب په هغوئ نازل کړم.


تا په مونږ د افت راوستلو په ذريعه څۀ چې دې زمونږ د بادشاهانو په خلاف فرمائيلى وُو هغه دې پوره کړل. د آسمان د لاندې هيڅکله هم داسې افتونه نۀ دى راغلى لکه څنګه چې په يروشلم راغلل.


نو زما قهر به ستاسو خِلاف شى او بيا به زۀ ستاسو سزا د مخکښې نه اووۀ چنده زياته کړم.


د دې نه مخکښې چې مقرر وخت راشى او هغه ورځ مو لکه د بوسو په شان ورک کړى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ سخت قهر په تاسو نازل شى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ د غضب ورځ په تاسو راشى.


خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“


ځکه چې په هم دې وخت کښې به خُدائ پاک خپل بدل اخلى او څۀ چې ليکلے شوى دى، هغه ټول به پوره شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan