10 کله چې زما قوم تباه کېدو نو د لوږې نه مهربانه ميندو هم خپل ماشومان پاخۀ کړل او وې خوړل.
هم د هغه کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ، کله چې قحط دومره سخت وو چې د خلقو سره د خوراک هيڅ هم پاتې نۀ وُو،
ټول ښار بېقراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ جنګ کښې مړۀ دى.
”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.
زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.
زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بېهوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى.
وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟
زما د خلقو د تباهۍ په وجه زما د سترګو نه د اوښکو سيندونه بهيږى.
تر دې چې ګيدړه هم خپلو ماشومانو ته سينه ورکوى، خو زما خلق ظالمان شوى دى لکه شترمرغ چې په صحرا کښې وى.
نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم.
ستاسو لوږه به دومره زياته شى چې خپل بچى به وخورئ.