1 وګورئ چې د سرو زرو ځلا څنګه تته شوه، او چې خالص سرۀ زر څنګه بدل شوى دى، او د مقدس ځائ کاڼى د هر يو سړک په هر ګوټ کښې خوارۀ وارۀ شُو.
هغه ښار چې په يو وخت کښې وفادار وو اوس د کنجرې په شان شوے دے. په يوه زمانه کښې دا د صداقت او اِنصاف نه ډک وو، خو اوس په کښې صرف قاتِلان پاتې دى.
اے ځلېدونکى ستوريه، اے د سحر زويه. اوس د آسمان نه راپرېوتے يې. په تېره زمانه کښې تا قومونه فتح کول، خو اوس تۀ په خاوره کښې غورزولے شوے يې.
هغۀ د مالِک خُدائ په عبادتګاه، په شاهى محل او د يروشلم په ټولو کورونو اور ولګولو. هر يو خاص عمارت هغۀ وسوزولو.
”راپاڅه، او په شپه کښې ژړا وکړه، په هره شېبه کښې د مالِک په حضور کښې د خپل زړۀ حال راڅرګند کړه. او خپل لاسونه هغۀ ته پورته کړه د خپلو ماشومانو د ژوند دپاره څوک چې د کوڅو په هر ګوټ کښې د لوږى نه مړۀ کيږى.“
”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم زما دپاره د هغه ګند په شان شو، چې د تانبې، ټيم، اوسپنې او سيکې د ګرمولو نه وروستو په بټۍ کښې پاتې شى. دوئ لکه د سپينو زرو د پاتې شوى ګند په شان دى.
نو په دې وجه به زۀ سامريې نه د کنډرو ډېرے جوړ کړم، يو داسې ځائ چې د انګورو بوټى به په کښې کَرلے شى. زۀ به د دې دېوالونو کاڼى وادۍ ته وغورزوم او د دې بنيادونه به ښکاره کړم.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا لوئ لوئ عمارتونه وينې؟ په دې کښې به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“