64 اے مالِکه خُدايه، هغوئ ته بدله ورکړه، هغوئ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړه.
هغوئ ته د هغوئ د عملونو سزا ورکړه هغوئ ته د هغوئ د بدو کارونو په اندازه بدله ورکړه، هغوئ ته د خپلو بدو عملونو او کارونو بدله ورکړه کوم چې دوئ د نورو سره کړى دى هغوئ ته د هغه څۀ سزا ورکړه.
نو بيا ما سوال وکړو چې، ”اے مالِکه خُدايه ربُ الافواجه. تۀ عادل او اِنصاف کوونکے يې، تا ته د هغوئ د زړُونو او سوچونو پته ده، زۀ غواړم چې تۀ زما بدله واخلې او هغه په خپله ووينم، نو اوس ما خپله فېصله تا ته پرېښې ده.“
بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، تا ته د هر څۀ پته ده، څۀ چې ما سره کيږى. نو راشه او زما مدد وکړه. زما د دشمنانو نه بدل واخله او هغوئ ته دومره صبر مۀ کوه چې زما د وژلو موقع ورته مِلاو شى. ګوره خو ما په خپل ځان دا ټوله بېعزتى ستا د خاطره تېره کړې ده.
ټول لينده چلوونکى د بابل خلاف راجمع کړئ، محاصره يې کړئ چې يو کس هم درنه ونۀ تښتى. هغۀ ته د خپلو اعمالو په مطابق بدله ورکړئ، هغۀ سره هغه څۀ وکړئ کوم چې دۀ د نورو خلقو سره کړى دى. ځکه چې بابل د خپلې مغرورتيا په وجه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات خلاف سرکشى کړې ده.
”ستا د سترګو د وړاندې به زۀ بابليانو او څوک چې په بابل کښې اوسيږى د هغوئ د بدو کارونو په بدله کښې چې يې په صيون کښې کړى دى بدله ورکړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
تباه کوونکے به د بابل خلاف راشى، د هغوئ جنګى فوجيان به ونيولے شى او د هغوئ ليندې به ماتې کړے شى. ځکه چې مالِک خُدائ د انتقام اخستلو خُدائ پاک دے او هغه به پوره بدله ورکړى.
د بابل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې بابل حقدار وى.
سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.
هغې ته د خپلو کړو بدله ورکړئ، هغې چې کوم ناروا کارونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، او هغې چې په کومې پيالۍ کښې شراب ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ.
هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“