Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 3:62 - Pakistani Yousafzai Pashto

62 زما مخالفين ټوله ورځ زما خلاف پس پس او ګنګوسى کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 3:62
5 Iomraidhean Croise  

دوئ خپلې ژبې لکه د ښامار په شان تېروى، او د چمچمار زهر يې په شونډو پراتۀ وى.


د خپلې خولې او د شونډو د ګناه په وجه چې کومه کوى، په هم هغه ښيرو او دروغو او کبر کښې دې په خپله راګېر شى.


وګورئ چې د خپلو خُلو نه څنګه ګډې وډې نوستل کوى، د دوئ ‎ژبې لکه د تېرو تُورو په شان غوڅول کوى، دوئ په زړۀ کښې وائى چې، ”څوک هم مونږ نه خبر نۀ دى.“


نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“


نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ هغوئ وران ويجاړ کړې، د هرې خوا نه يې وډبولې او تۀ د نورو مُلکونو او قومونو ملکيت او د خندا او غېبت سبب وګرځېدې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan