54 اوبۀ زما تر سره راورسېدلې او وئيل مې چې ډوبېږم.
يا يوه داسې تيارۀ چې تۀ نور هيڅ نۀ شې ليدلے، د اوبو يو سېلاب به تا پټ کړى.
زۀ د مرګ په پړو کښې راګېر شوے يم، د بربادۍ طوفان مې د سر دپاسه تېر شو.
نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“ خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.
زما د سر دپاسه سېلاب تېرېدو ته مۀ پرېږده، په اوبو کښې ډوبېدو ته مې مۀ پرېږده، او لحد ته غورزېدو ته مې مۀ پرېږده.
ستا قهر په ما باندې راپرېوتے دے، زۀ ستا د يرې نه تباه شوے يم.
هغه په دروغه مجرم وګرځولے شو او بوتلے شو. او هيچا د دې پرواه ونۀ ساتله چې هغه بېاولاده مړ شو، او هغه د ژوندو د زمکې نه لرې کړے شو. خو هغه زما د خلقو د ګناه په وجه ووژلے شو.
نو زۀ دا وايم، ”زما طمع او اُميد لاړو او څۀ چې زما د مالِک خُدائ نه اُميد وو هغه ختم شو.“
بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو.
ځکه هر څوک يې چې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.