53 هغوئ زۀ ژوندے په کنده کښې ورواچولم او په ما يې کاڼى راوويشتل.
يرمياه يې په يوه تاخانه کښې بند کړو او تر ډېره وخته پورې هلته په کښې وو.
نو اوس، بادشاه سلامته، زۀ تا ته سوال او مِنت کوم چې زما خبره واوره. ما د يونتن منشى کور ته واپس مۀ لېږه، ګنې زۀ به هلته مړ شم.“
نو بيا هغوئ يرمياه ونيولو او په پړو يې د قېدخانې په دربار کښې ډيګۍ ته ورکوز کړو کوم چې د مُلکياه شهزاده ملکيت وو. نو په هغه ډيګۍ کښې اوبۀ نۀ وې، خو لاندې په بېخ کښې ډيرې بوختې وې او يرمياه په هغې کښې ډوب شو.
”بادشاه سلامت، دې سړو ډېر زيات بد کار وکړو په دې چې هغوئ يرمياه نبى د اوبو په ډيګۍ کښې واچولو. هغه به ډېر زر د لوږې نه مړ شى، ځکه چې په ښار کښې روټۍ ختمه شوه.“
يو ګټ راوړلے شو او د غار په خولۀ کېښودے شو، او بادشاه پرې خپل مهر او د خپلو حاکمانو مهرونه يې پرې ولګول، د دې دپاره چې څوک دانيال بچ نۀ کړى.
نو بيا بادشاه خپل شاهى محل ته واپس شو او هغه شپه يې بې د خوراکه او د هر قسمه عېش عشرت نه بغېر تيره کړه. او هغه ټوله شپه ويښ وو او خوب نۀ ورتلو.
د کب په ګېډه کښې يُونس مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته دُعا وکړه.
او هغۀ په خپل نوې غار کښې کېښودو کوم چې هغۀ په ګټ کښې کنستے وو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو او ترې لاړو.
نو هغوئ لاړل، او د قبر د خولې په کاڼى يې مهرونه ولګول او د څوکيدارۍ دپاره يې پرې سپاهيان مقرر کړل.