49 زما سترګو نه به اوښکې جارى وى بې له آرام کولو نه،
کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو. ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو. خو بيا هم زما زړۀ بېقراره وو.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”يرمياه هغوئ ته دا ووايه، زما د سترګو نه شپه او ورځ اوښکې بهيږى، زما ژړا نۀ ودريږى، ځکه چې زما قوم چې په ما لکه د لور په شان ګران دے سخت زخمى شوے دے او زيات ژوبل شوے دے.
نو په دې کارونو زۀ ژړېږم او سترګو نه مې اوښکې بهيږى. نزدې څوک هم نشته چې ما له تسلى راکړى او يا ما له حوصله راکړى. زما ماشومان غمژن شوى دى ځکه دشمن په ما غالب دے.“
مالِک ته په زوره چغې ووهه، اے د نيازبين صيون لور دېوالونو، د اوښکو نِهرونه دې لکه د سېلاب په شان وبهيږى، په شپه او ورځ کښې دې وبهيږى. خپل ځان ته آرام مۀ ورکوه او په سترګو دې ژړا مۀ بندوه.