Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 3:48 - Pakistani Yousafzai Pashto

48 زما د خلقو د تباهۍ په وجه زما د سترګو نه د اوښکو سيندونه بهيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 3:48
11 Iomraidhean Croise  

د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى


نو مونږ د بابل د سيند په غاړه کښېناستلو او ومو ژړل، هرکله چې صيون مونږ ته به راپه ياد شو.


کۀ تاسو اوس هم غوږ ونۀ نيسئ، نو زۀ به ستاسو د غرور په وجه پټ پټ وژاړم. زما سترګې به ترخه ژړا وکړى او ډکې به شى او اوښکې به ترې بهيږى. ځکه چې دشمن به د مالِک خُدائ قوم لکه د يوې رمې په شان راګېر کړى او قېدولو له به يې بوځى.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”يرمياه هغوئ ته دا ووايه، زما د سترګو نه شپه او ورځ اوښکې بهيږى، زما ژړا نۀ ودريږى، ځکه چې زما قوم چې په ما لکه د لور په شان ګران دے سخت زخمى شوے دے او زيات ژوبل شوے دے.


واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل.


”کاش چې زما سر د اوبو چينه وے، او زما سترګې د اوښکو چينې وے، ترڅو چې ما شپه او ورځ د خپلو خلقو په قتلولو ژړا انګولا کولے.


لاړ شئ او هغوئ زر راولئ چې په مونږ باندې دومره ژړا او سندرې ووائى ترڅو زمونږ سترګې د اوښکو نه ډکې شى، او زمونږ د بڼو نه اوښکې روانې شى.“


نو په دې کارونو زۀ ژړېږم او سترګو نه مې اوښکې بهيږى. نزدې څوک هم نشته چې ما له تسلى راکړى او يا ما له حوصله راکړى. زما ماشومان غمژن شوى دى ځکه دشمن په ما غالب دے.“


زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بې‌هوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى.


مالِک ته په زوره چغې ووهه، اے د نيازبين صيون لور دېوالونو، د اوښکو نِهرونه دې لکه د سېلاب په شان وبهيږى، په شپه او ورځ کښې دې وبهيږى. خپل ځان ته آرام مۀ ورکوه او په سترګو دې ژړا مۀ بندوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan