47 يرې واخستُو او په کنده کښې وغورزېدُو. تباهى او بربادى راباندې راغله.
په تا باندې دوه افتونه راغلې دى يعنې تباهى او بربادى، جنګ او قحط. خو څوک پاتې دى چې تا سره همدردى وکړى؟ او څوک پاتې دې چې تا له تسلى درکړى؟
هغۀ بره د آسمان نه اور راولېږلو او هغه زما هډوکو ته ورکوز شو. هغۀ زما پښو ته جال وغوړولو او زۀ يې د تلو نه منع کړم. هغۀ زۀ ګنګس کړې پرېښودم او ټوله ورځ بيماره وم.
صيون ته د تلو لارې خالى دى او ماتم کوى، څوک هم ورته اوس د اخترونو دپاره نۀ راځى. د ښار دروازې ټولې خاموشه شوې دى، او د دې اِمامان اسويلى کوى. د هغې پېغلې غمژنې دى، او د هغې تکليفونه تراخۀ دى.
ځکه چې هغه ورځ په هر چا راتلونکى ده څوک چې په دې دُنيا کښې اوسيږى.