45 تا مونږ پليت کړُو او د قومونو په مينځ کښې دې رانه د ګند ډېرے جوړ کړُو.
هغوئ ټول څوک چې په دې لاره تېريږى هغوئ تا پورې ملنډى وهى. هغوئ د مسخرو نه خپل سرونه خوځوى او د لور يروشلم ښار پورې خندا کوى. ”آيا دا هغه ښار نۀ وو کوم به چې يادېدو، او په خپل ښائست کښې بېعېبه وو، او د ټولې دُنيا د خوشحالۍ سبب وو؟“
زۀ د خپلو خلقو د خندا ذريعه شوم، ټوله ورځ ما ته پيغورونه کوى.
زمونږ ټولو دشمنانو زمونږ خلاف خپلې خولې وازې کړې.
څوک چې مونږ بدناموى، هغوئ ته په مينې سره خواست کوُو. مونږ تر ننه پورې د دُنيا د ډيران او د ګند په شان پاتې شوى يُو.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو د قومونو کشران نه بلکې مشران جوړ کړى، نن چې زۀ کوم حُکمونه درکوم کۀ په هغه ټولو باندې عمل وکړئ نو تاسو به همېشه کامياب يئ او هيڅکله به ناکام نۀ شئ.
په کومو مُلکونو کښې چې مالِک خُدائ تاسو خوارۀ وارۀ کړى، نو تاسو به د خلقو دپاره يروونکى شئ، هغوئ به په تاسو پورې ټوقې او مسخرې کوى.
هغوئ سره به پېسې وى چې تاسو له يې قرض درکړى، خو تاسو سره به هيڅ نۀ وى چې تاسو يې هغوئ له قرض ورکړئ. په آخر کښې به هغوئ ستاسو بادشاهان شى.