41 راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو،
کله چې ستا خپل زړۀ تيار شې، او لاسونه هغۀ ته اوچت کړې
خپل لاسونه د خُدائ په مقدس ځائ کښې پورته کړئ. او د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.
زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى، او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.
زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا،
زما دُعا واوره او په ما رحم وکړه کله چې زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد وکړم، چې کله هم زۀ خپل لاسونه ستا مقدس مقام په لورې پورته کړم.
ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم، او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم.
خپل خِدمتګار ته دې خوشحالى ورکړه، ځکه چې ما خپل ځان تا ته وقف کړے دے.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
مونږ تاسو سره دومره مينه وکړه چې نۀ يواځې د خُدائ پاک زيرے مو تاسو سره شريک کړو بلکې خپل ځانونه مو هم ستاسو دپاره قربان کړل، ځکه چې تاسو په مونږ ډېر ګران وئ.