Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 3:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 ځکه مالِک به انسان د تل دپاره نۀ رد کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 3:31
15 Iomraidhean Croise  

مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.


د سليمان د ګناه په وجه به زۀ د داؤد اولاد له سزا ورکوم، خو دا به د همېشه دپاره نۀ وى.“


”ولې مالِک خُدائ به د تل دپاره ما شړى څۀ؟ ولې هغه به بيا خپله مِهربانى ما ته نۀ ښائى څۀ؟


مالِک خُدائ به خپل خلق نۀ رد کوى، او هغه به خپل ميراث نۀ هېروى.


نه، بلکې مالِک خُدائ د هغوئ مخالفت وکړو او جلاوطن يې کړل. هغوئ يې د نمرخاتۀ په طرف د يوې زورَورې هوا سره وشړل.


زۀ به همېشه خپلو خلقو سره جنګ نۀ کوم، او تل تر تله به ترېنه خفه نۀ يم. کۀ ما داسې وکړل نو د خلقو نه به ساه وځى، هغه ژوندون ورکوونکى ساه چې ما تخليق کړې ده.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لکه څنګه چې د آسمان د ناپ تول اندازه نۀ شى لګولے او د زمکې د بنياد اندازه نۀ شى معلومولے نو زۀ به هم د اِسرائيل د ګناهونو په وجه د هغوئ نه اِنکار ونۀ کړم.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


زۀ به د هغوئ سره ابدى لوظ وکړم، چې زۀ به د هغوئ سره ښېګړه کول هيڅکله نۀ پرېږدم. او زۀ به خپله يره د هغوئ په زړُونو کښې واچوم، ترڅو چې نور هغوئ ما نه لرې لاړ نۀ شى.


”آيا تا د خلقو خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے چې هغوئ وائى، مالِک خُدائ اوس هغه دوه قومونه رد کړى دى کوم چې اول هغۀ غوره کړى وُو؟ نو هغوئ زما د قوم سپکوالے کوى او د يو قوم په حيثيت يې نۀ منى.


ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”اګر کۀ اسوريان اِتحاديان لرى او بې‌شمېره دى، هغوئ به ورک او تباه شى. اګر کۀ تاسو ما په تکليف کړئ، اے يهوداه، خو زۀ به تاسو نور په تکليف نۀ کړم.


مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan