28 چې په خاموشۍ کښې ځان له کښېنى، څۀ چې مالِک خُدائ پرې اېښے وى.
”زما شکايت په دې وخت کښې هم سخت دے، زۀ سلګۍ وهم او خُدائ پاک بيا هم ما له سزا راکوى.
ويښ پروت يم او زۀ د هغه مارغۀ په شان شوم، چې ځان له پاس په چت باندې اوسيږى.
خپل عذاب دې ما نه اخوا کړه ډېر کړېدلے يم، زۀ ستا د لاس په وهلو ډېر ضعيفه شوے يم.
زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.
زۀ د هغه خلقو سره شامل نۀ شوم چې خندا او خوشحالى به يې کوله. زۀ ځان ته کښېناستم ځکه چې ستا لاس په ما وو. او د هغوئ د ګناهونو په وجه زما قهر راوچت شو.
د صيون مشران په زمکه په خاموشۍ سره ناست دى. هغوئ په خپلو سرونو خاورې اچولې دى او د ټاټ جامې يې اغوستې دى. د يروشلم پېغلو جينکو خپل سرونه د شرم نه زمکې ته ټيټ کړى دى.
د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى،