27 د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى،
دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.
تۀ مونږ د خپل ژوند د لنډوالى نه خبر کړه، ترڅو چې مونږ په عقلمندۍ سره ژوند وکړُو.
بختور دے هغه څوک چې تۀ يې تنبيه کوې مالِکه خُدايه، بختور دے هغه چا له چې تۀ د خپل قانون نه سبق ورکوې،
هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“
دا ښۀ ده چې يو کس په خاموشۍ سره انتظار وکړى، د مالِک خُدائ خلاصون ته انتظار وکړى.
چې په خاموشۍ کښې ځان له کښېنى، څۀ چې مالِک خُدائ پرې اېښے وى.