23 د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بېشانه لويه ده.
ځکه چې هغۀ آسمانونه او زمکه، سمندر او څۀ چې په کښې دى پېدا کړى دى او هغه تل وفادار دے.
ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.
مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه آسمانونو ته رسيږى، او ستا وفادارى د وريځو نه بره رسيږى.
ستا رښتينوالے لکه د لويو غرونو په شان، ستا اِنصاف لکه د سمندر د ژوروالى په شان، اے مالِکه خُدايه تۀ خيال ساتې د انسان او هم د ځناورو.
خو زۀ به خپله ابدى مينه د هغۀ سره ختمه نۀ کړم، او نۀ به کله هم ورسره بېوفائى وکړم.
مالِک خُدائ د هغۀ په مخکښې تېر شو او دا آواز يې وکړو، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او ډېره مينه او وفادارى ښايم.
اے مالِکه خُدايه، په مونږ رحم وکړه، مونږ ستا په طمع يُو. هر سحر مونږ له طاقت راکوه. او د مصيبت په وخت کښې زمونږ خلاصونکے شه.
مالِک خُدائ په هغه ښار کښې دے هغه صادق دے، هغه هيڅ بېاِنصافى نۀ کوى. هغه هر سحر اِنصاف کوى او هره ورځ خپل اِنصاف قائم ساتى. خو بدعمله خلق هيڅ په شرم نۀ پوهيږى.
دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.
راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے.
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.