21 خو بيا هم زۀ په خپل سوچ کښې دا راولم او په دې وجه زۀ بيا هم اُميدوار يم.
ستا د خلاصون په انتظار زما ځان کمزورے کيږى خو ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے
اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ، د مالِک خُدائ مينه ابدى ده او هغۀ سره پوره خلاصون دے.
د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى.
نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى.