Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 3:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 زما مصيبتونه او خوار و زار ګرځېدل ما ته ياديږى، او هغه ما ته د ګنډير نه هم تراخۀ دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 3:19
9 Iomraidhean Croise  

اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه.


ياد ساته چې زما ژوند صرف يوه ساه ده، او زما سترګې به بيا هيڅکله ښۀ ورځ ونۀ ګورى.


اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته.


راياد کړه تۀ چې زما ژوند به څومره لنډ وى، مونږ ټول مخلوق دې څومره فانى پېدا کړى يُو؟


راپه ياد کړه، مالِکه خُدايه چې ستا خِدمتګار څومره د خندا شوے وو، او چې هغه د قومونو پيغورونه به ما څنګه په خپل زړۀ کښې برداشت کول،


نو بيا به دوئ وائى چې مونږ ولې دلته په آرام سره ناست يُو؟ راځئ چې قلعه بند ښارونو ته وتښتو چې هلته کښې مړۀ شُو، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ دا تباهى راباندې راوستې ده او د زهرو ډک جام يې مونږ ته څښلو دپاره راکړے دے. ځکه چې مونږ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.


نو ځکه، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ګورئ، زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره ګنډير ورکړم او د څښلو دپاره به زهريله اوبۀ ورکړم.


هغۀ زۀ په ترخو خوراکونو موړ کړم، او د څښلو دپاره يې د تريخ ګنډير نه ډکه پياله راکړه.


هغۀ زۀ په تريخوالى او غمونو کښې ايسار او راګېر کړے يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan