16 هغۀ زما په غاښونو کښې باجرى ورکړه، او په خاورو ايرو کښې يې ومنډلم.
نو ايُوب د خاورې د مات لوښى يوه ټوټه واخستله او ځان يې ورباندې ګرولو او په ايرو باندې کښېناستو چې خپل خفګان څرګند کړى.
بدعمله د ازمرى په شان غړمبيږى، خو خُدائ پاک هغوئ غلى کوى او غاښونه يې ماتوى.
ځکه د روټۍ په ځائ ايرې زما خوراک شولې، او د اوبو سره مې خپلې اوښکې څښلې.
مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه، د دشمن مې ژامنې ماتې کړه، غاښونه د بدعملو مات کړه.
د دوئ غاښونه مات کړه، پاکه خُدايه، د دې زمرو ژامنې ماتې کړه، مالِکه خُدايه.
د غلا روټۍ خوږه وى، خو دا په خولۀ کښې په باجرۍ بدليږى.
مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى، ”اے زما غوره شوى قومه، د ټاټ جامې واغوندئ او په ايرو کښې ولوغړېږئ. داسې بد بد وير وکړئ لکه څوک يې چې په يک يو زوئ باندې کوى،“ ځکه چې تباه کوونکى به په مونږ ناګهانه حمله وکړى.
کله چې د نينوه بادشاه ته د يُونس پېغام ورسېدو، نو هغه د خپل تخت نه کوز شو، خپله شاهى چُوغه يې وويستله، د ټاټ جامې يې واغوستلې او په خاورو کښې کښېناستو.
په تاسو کښې داسې څوک شته چې زوئ ترې روټۍ وغواړى او هغه به ورله کاڼے ورکړى؟
کۀ چرې ستاسو ماشومان تاسو نه کب وغواړى نو ولې تاسو به ورله مار ورکړئ څۀ؟ په تاسو کښې به کوم پلار داسې وکړى؟