15 هغۀ زۀ په ترخو خوراکونو موړ کړم، او د څښلو دپاره يې د تريخ ګنډير نه ډکه پياله راکړه.
هغه به ما ساه اخستو ته پرې نۀ ږدى، خو زما ژوند به د غمونو نه ډک کړى.
تا خپلو خلقو ته ډيرې سختې ښودلى دى، مے دې مونږ ته راکړل او ډغرې مو وخوړلې.
خلق زما په حقله وائى چې پښې يې په قبر کښې دى. او د يو بېوسه کس په شان شوے يم.
نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج د يروشلم د نبيانو په حقله داسې فرمائى، ”زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره تريخ خوراک او د څښلو دپاره به ورله د زهرو اوبۀ ورکړم، ځکه چې د يروشلم د نبيانو په وجه، په ټول مُلک کښې بېدينى خوره شوې ده.“
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اوس هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، تاسو وڅښئ چې نشه شئ او اولټۍ وکړئ، او چې راوغورزېږئ چې بيا هيڅکله راپورته نۀ شئ ځکه چې زۀ به په تاسو جنګ راولم.
اے يهوداه، ستا خپل چال چلن دا مصيبت په تا نازل کړے دے. دا ستا سزا ده. او دا څومره ترخه ده. او دا څومره زړۀ سورے کوونکې ده.“
بلکې د دې په ځائ هغوئ د خپل سرکشه زړونو پيروى وکړه، او هغوئ د بعل د بُت پيروى وکړه لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکۀ ورته د عبادت کولو تعليم ورکړے وو.
نو ځکه، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ګورئ، زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره ګنډير ورکړم او د څښلو دپاره به زهريله اوبۀ ورکړم.
زما مصيبتونه او خوار و زار ګرځېدل ما ته ياديږى، او هغه ما ته د ګنډير نه هم تراخۀ دى.
هغې ووئيل، ”ما ته نعومى مۀ وايئ، ما ته ماره وايئ، ځکه چې قادر خُدائ زما ژوند تريخ کړے دے.