نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.
نو بيا هغۀ ما ته ووئيل چې، دا څلورم ځناور هغه د دُنيا څلورمه بادشاهى ده کومه چې به په زمکه راښکاره شى. دا به د نورو ټولو بادشاهتونو نه مختلفه وى او دا به ټوله زمکه تيره کړى، او د پښو لاندې او ريچې ريچې به يې کړى.