Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 3:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 هغه لکه د مېلو زما په انتظار کښې پروت دے او لکه چې زمرے د حملې دپاره پټ شوے وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 3:10
10 Iomraidhean Croise  

او کۀ زۀ خپل سر اوچتوم، نو تۀ د ازمرى په شان زما ښکار کوې، او خپل لوئ طاقت زما خِلاف استعمالوې.


لکه زمرى پټ په پرده کښې اِنتظار کوى، نيسى غريبان پروت دے په پټه اِنتظار کوى، رايې کاږى او په جال کښې يې راګېروى.


زما د وژلو په تلاش کښې دى دوئ لکه د اوږى ازمرى په شان، لکه د خپل ښکار په طمع پټ ناست چې وى زمرے ځوان.


ټوله شپه ما د درد په وجه چغې وهلې، دا داسې وُو لکه چې زمرے زما هډُوکى ماتوى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.


هغۀ زۀ د لارې نه بې‌لارې کړم، او ټوټې ټوټې يې کړم. او هغۀ زۀ وران ويجاړ او بې‌ياره بې‌مددګاره پرېښودم.


هغۀ زما لارې د تراشلے شوو کاڼو په دېوال بندې کړى دى، او هغۀ زما لارې ګډې وډې کړې دى.


زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى.


”راځئ، چې مالِک خُدائ ته راوګرځُو. هغۀ مونږ تيکه تيکه کړى يُو، خو اوس به هغه مونږ له شفا راکوى. هغۀ مونږ زخمى کړى يُو، خو اوس به هغه زمونږ د زخمونو مرهم پټۍ کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan