مرثيى 2:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 مالِک خپله قربانګاه سپکه کړه، او خپل مقدس مقام يې پرېښودلو. هغۀ د دشمن لاسونو ته د خپل محلونو دېوالونه حواله کړل. دشمن د مالِک خُدائ په کور کښې چغې کړې لکه څنګه چې د اختر په ورځ خلق کوى. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائى چې، زۀ به ستاسو د جنګ وسله کومه چې ستاسو په لاس کښې ده بېکاره کړم او ستاسو خلاف به يې استعمال کړم، کومه چې تاسو د جنګ دپاره د بابل د بادشاه او د بابل د خلقو خلاف به استعمالوئ څوک چې د دېوال نه اخوا دى او په تاسو حمله کوى. نو په حقيقت کښې به زۀ ستاسو دشمنان د دې ښار زړۀ ته راولم.
”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.