مرثيى 2:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21 زاړۀ او زلمى په کوڅو کښې پراتۀ دى، په زمکه په کوڅو کښې زما ځوانې ښځې او ځوانان سړى په تُوره راغورزولے شوى دى. د خپل قهر په ورځو کښې تا هغوئ مړۀ کړل او په بېرحمۍ سره مو حلال کړل. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بېدردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“