نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ په زمکه باندې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بېداغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى. هغه تر اوسه پورې په خپل صداقت کښې قائم دے، اګر چې تا زۀ د هغۀ خِلاف لمسولم، چې بغېر د څۀ وجې نه يې په غضب آخته کړم.“