Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 2:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 زۀ ستا په حقله څۀ ووايم، او د چا سره دې برابره کړمه؟ اے يروشلم لورې، تا د څۀ سره مقايسه کړمه چې تا ته تسلى درکړمه؟ اے صيون پېغلې لورې، د سمندر د ژوروالى په اندازه ستا تباهى ده، څوک به تا ته شفا درکړى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 2:13
14 Iomraidhean Croise  

نو داؤد بعل‌پراضيم ته لاړو او هلته يې فلستيانو له شکست ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زما د دشمنانو نه د سېلاب په شان ناڅاپه تېر شوے دے.“ نو د هغه ځائ نوم بعل‌پراضيم شو.


مالِک خُدائ په دې حقله فرمائيلى دى چې، پېغله لور صيون تا پورې خاندى او تا ته سپک ګورى.


تا په زمکه زلزله راوستله او هغه وشلېدله، ځکه چې ټوله خوځيږى چاؤدونه يې بند کړه.


دا د مالِک خُدائ کلام دے چې د هغۀ خلاف يې ووئيلو، صيون لور تا ته سپک ګورى او درپورې خندا کوى، پېغله صيون لور د خندا نه سر خوځوى چې کله تاسو تښتئ.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”يرمياه هغوئ ته دا ووايه، زما د سترګو نه شپه او ورځ اوښکې بهيږى، زما ژړا نۀ ودريږى، ځکه چې زما قوم چې په ما لکه د لور په شان ګران دے سخت زخمى شوے دے او زيات ژوبل شوے دے.


اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.


آيا په جِلعاد کښې مرهم نشته؟ آيا هلته طبيبان نشته څۀ؟ نو بيا ولې زما د قوم د زخمونو دپاره شفا نشته څۀ؟


لاړ شئ او هغوئ زر راولئ چې په مونږ باندې دومره ژړا او سندرې ووائى ترڅو زمونږ سترګې د اوښکو نه ډکې شى، او زمونږ د بڼو نه اوښکې روانې شى.“


ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو.


فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به هغوئ وګورى او هغه به د خپل ټول لښکر دپاره تسلى ومومى څوک چې په تُوره مړۀ کړے شوى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


تا په مونږ د افت راوستلو په ذريعه څۀ چې دې زمونږ د بادشاهانو په خلاف فرمائيلى وُو هغه دې پوره کړل. د آسمان د لاندې هيڅکله هم داسې افتونه نۀ دى راغلى لکه څنګه چې په يروشلم راغلل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan