12 هغوئ خپلو ميندو ته ژاړى چې، ”خوراک او څښاک چرته دے؟“ هغوئ لکه د زخميانو په شان بېحاله دى، د ښار په کوڅو کښې بېحاله دى او هغوئ د ژوند نه لاس ووينځلو د مور په غېږ کښې د هغوئ ژوند ختم شو.
او اوس زما روح زما نه وتلے دے، او د مصيبت په وخت کښې راګېر يم.
تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم، چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم، او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل، نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،
اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
ستا خلق د کمزورۍ د وجې نه په هره کوڅه کښې غورزيږى، هغوئ بېمددګاره لکه د هوسۍ په شان په جال کښې انښتى دى. او د مالِک خُدائ غضب په هغوئ نازل دے او خُدائ پاک هغوئ رټلى دى.
نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به د زورَورو سره مالِ غنيمت تقسيم کړم، ځکه چې هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.
هغوئ به ستاسو فصلونه او خوراک لواړ تېر کړى، هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه ووژنى. هغوئ به ستاسو رَمې او څاروى تباه کړى، او هغوئ به ستاسو د انګورو او د اينځر ونې تباه کړى. تاسو چې په کومو محفوظو ښارونو باندې بهروسه کوئ نو د هغې لښکرې به يې تباه برباد کړى.
ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.
د پيو د ماشومانو ژبې انښتې دى او د تندې نه تالو ته ورغلې دى. ماشومان روټۍ پسې ژاړى خو هيچا سره هم نشته چې هغوئ له ورکړى.
زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم او خپله تُوره به د هغۀ په لاس کښې کېږدم، خو زۀ به د فِرعون لاسونه مات کړم، او هغه به د هغۀ په وړاندې د مرګونى انسان په شان زبيرګى کوى.