مرثيى 1:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 د هغې په لمن د ناپاکۍ داغونه لګېدلى وُو، هغې د خپل اَنجام څۀ سوچ نۀ کولو، د هغې راغورزېدل وحشتناکه وو، څوک داسې نۀ وو چې هغې له تسلى ورکړى. ”مالِکه خُدايه، زما دې تکليفونو ته وګوره، ځکه چې دشمن په ما غالب شوے دے.“ Faic an caibideil |
اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه.
شايد چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه د مشر آفسر خبرې اورېدلې وى څوک چې خپل مالِک د اسور بادشاه رالېږلے وو چې د ژوندى خُدائ پاک په حق کښې يې ګستاخى کړې ده. کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اورېدلى دى نو کېدے شى چې هغۀ ته د دې سزا ورکړى څۀ چې هغۀ وئيلى دى. نو د هغوئ دپاره دُعا کوئ کوم خلق چې تر اوسه پورې ژوندى پاتې دى.“