مرثيى 1:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى. Faic an caibideil |
ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بېعزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.