د هغوئ ټول بدکارونه دې تا ته ښکاره شى. هغوئ له هغسې سزا ورکړه لکه څنګه چې تا ما له زما د ټولې سرکشۍ په وجه راکړې ده. زما کړاونه او زبيرګى زيات دى او زما زړۀ بېقراره شوے دے.“
په هغه قومونو کښې به هيچرته تاسو ته امن نۀ ملاويږى، تاسو ته به يو ځائ کښې هم آرام نۀ ملاويږى، مالِک خُدائ به ستاسو پرېشانى، نااُميدى او غم د حد نه زيات کړى.