11 ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.
نو د دې محاصرې په وجه په ښار کښې د خوراک کمے دومره زيات شو چې د خر يو سر د سپينو زرو په اتيا سيکو باندې خرڅېدو او د تقريباً يو پاو د ګوګوشتکې غل د سپينو زرو په پينځو سيکو باندې خرڅېدل.
”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم.
مونږ خپلو ګاونډيانو ته سپک ښکارو، او ګېرچاپېره خلق مونږ پورې خاندى او بېعزتى مو کوى.
نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بېمطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه.
زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.
”بادشاه سلامت، دې سړو ډېر زيات بد کار وکړو په دې چې هغوئ يرمياه نبى د اوبو په ډيګۍ کښې واچولو. هغه به ډېر زر د لوږې نه مړ شى، ځکه چې په ښار کښې روټۍ ختمه شوه.“
د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ د صدقياه د حکومت په يوولسم کال، په ښار کښې قحطى ډېره سخته شوه، او آخر يې ټول خوراک بلکل ختم شوے وو.
يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى.
د هغې په لمن د ناپاکۍ داغونه لګېدلى وُو، هغې د خپل اَنجام څۀ سوچ نۀ کولو، د هغې راغورزېدل وحشتناکه وو، څوک داسې نۀ وو چې هغې له تسلى ورکړى. ”مالِکه خُدايه، زما دې تکليفونو ته وګوره، ځکه چې دشمن په ما غالب شوے دے.“
زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بېهوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى.
هغوئ خپلو ميندو ته ژاړى چې، ”خوراک او څښاک چرته دے؟“ هغوئ لکه د زخميانو په شان بېحاله دى، د ښار په کوڅو کښې بېحاله دى او هغوئ د ژوند نه لاس ووينځلو د مور په غېږ کښې د هغوئ ژوند ختم شو.
وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟
اے مالِکه خُدايه، راياد کړه چې په مونږ څۀ وشو، وګوره چې زمونږ څنګه بېعزتى شوې ده.