10 دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.
د بابل بادشاه د مالِک خُدائ کور، د دې خزانې او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو دولت لوټ کړو او هر څۀ يې بابل ته يوړل.
کله چې د موسىٰ شريعت خلقو ته په اوچت آواز لوستلے شو، نو هغوئ دې آياتونو ته راغلل چې وائ، يو عمونى او موآبى ته به هم دا اجازت نۀ وى چې د خُدائ پاک په ډله کښې داخل شى.
ستا مقدس ځائ د لږ وخت دپاره ستا مقدسو خلقو سره وو، خو اوس زمونږ دشمنانو هغه تباه کړے دے.
زۀ به ستاسو مال دولت او خزانې مفتې دشمنانو ته د لوټ کولو دپاره حواله کړم، ځکه دا ستاسو د هغه ګناهونو په وجه چې تاسو په ټول مُلک کښې کړې دى.
زۀ به د دې ښار ټول مال دولت او د هغوئ ټول قيمتى سامانونه او د يهوداه بادشاه خزانې د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم. هغوئ به دا لوټ کړى او بابل ته به يې يوسى.
نو مالِک خُدائ، ربُ الافواج د هغه څيزونو په حقله وفرمائيل کوم چې په يروشلم کښې پاتې وُو لکه د زېړو ستنې او د زېړو ډيګۍ، او د اوبو راوړلو ګاډۍ او نور سامانونه.
مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى هغه څيزونو په حقله کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې پاتې دى او د يهوداه او په يروشلم او د بادشاه په محل کښې پاتې دى،
هغه کسانو ته غوږ شئ څوک چې د بابل نه راتښتېدلى دى، نو هغوئ په يروشلم کښې وائى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د هغوئ نه څنګه انتقام اخلى څوک چې د هغۀ کور تباه کوى.
تاسو وايئ چې، ”مونږ په شرمونو وشرمېدو، او زمونږ بېعزتى وشوه او شرم مو په مخ راخور شوے دے، ځکه چې غېر مُلکيان د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې راداخل شوى دى.“
هغۀ د مالِک خُدائ په عبادتګاه، په شاهى محل او د يروشلم په ټولو کورونو اور ولګولو. هر يو خاص عمارت هغۀ وسوزولو.
يروشلم ښاريې ته هغه وخت ياد دے په کومو ورځو کښې چې زورېدلې او سرګردانه وه، ټول قيمتى څيزونه ورته ياد وُو کوم چې پخوا هغې سره وُو. کله چې هغه د دشمن لاسونو کښې پرېوته، او داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغې مدد وکړى، دشمن د هغې د شکست تماشه کوله او د هغې په راغورزېدلو خوشحاله شو.
ستاسو د ټولو حرامو کارونو سره، تاسو په ظاهر او باطن ناسنته غېر مُلکيان زما مقدس ځائ ته راوستل، تاسو زما د کور بېحرمتى وکړه کله چې تاسو ما ته خوراک، وازګه او وينه پېش کړه، او تاسو زما لوظ مات کړو.
زۀ به خپل مخ د دوئ نه واړوم او هغوئ به زما د مقدسو خزانو بېحرمتى وکړى، غلۀ به دې ته ننوځى او ناپاکه به يې کړى.
نو بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زما کور پليت او زما دربار د مړو د لاشونو نه ډک کړئ. ځئ لاړ شئ.“ نو هغوئ بهر لاړل او په ټول ښار کښې يې په مرګ شروع وکړه.
هر کله چې تاسو ووينئ چې، هغه پليت بُت چې تباهى راولى په هغه ځائ کښې ولاړ دے چرته چې نۀ دے پکار، نو لوستونکى دې پوهه شى، نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.
هيڅ يو عمونى يا موآبى، يا د هغوئ اولاد، تر لسم نسل پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.
کله چې تاسو د مِصر نه بهر په لاره کښې وئ نو هغوئ تاسو له د خوراک او اوبو درکولو نه اِنکار وکړو او د مسوپتاميه په ښار پتور کښې يې د بعور زوئ بلعام له پېسې ورکړې چې په تاسو لعنت ووائى.