يشوَع 9:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 بيا هغوئ يشوَع ته دا قيصه بيان کړه، ”صاحِبه، مونږ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حقله اورېدلى دى او مونږ د هغه هر څۀ نه خبر شوى يُو چې هغۀ په مِصر کښې کړى دى نو مونږ ځکه د ډېر لرى مُلک نه راغلو. Faic an caibideil |
زۀ به د هغوئ په مينځ کښې يوه نښه قائمه کړم. او په هغوئ کښې چې کوم ژوندى پاتې وى نو څۀ به ترې نورو قومونو ته ولېږم. هغوئ به ترسيس، ليبيا او لِديه چې په غشو او ليندو استعمالولو کښې تکړه دى، او توبل او يونان ته ولېږم. او هغه لرې مُلکونو ته به يې ولېږم چې هغوئ زما د شُهرت نه نۀ دى خبر او چې زما جلال يې هم نۀ دے ليدلے. هغوئ به دغه قومونو ته زما د لويئ اعلان وکړى.
هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ ځکه داسې وکړل چې مونږ ته پوره خبر رارسېدلے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له دا حُکم ورکړے وو چې دا ټول مُلک تاسو له درکړى او چې څومره خلق په هغه مُلک کښې وى نو وبه يې وژنئ. مونږ ستاسو نه سخت يرېدو نو په دې وجه مو دا کار کړے دے او زمونږ سره د خپل ژوند فکر وو.