Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 9:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 بيا هغوئ هغه کېمپ ته ورغلل چې په جِلجال کښې وو او يشوَع او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”مونږه د لرې مُلک نه راغلى يُو. مونږ غواړُو چې تاسو مونږ سره يوه معاهده وکړئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 9:6
9 Iomraidhean Croise  

نو بيا کله چې د بل مُلک خلق کوم چې ستا د قوم بنى اِسرائيلو نه نۀ وى او ستا د شُهرت او د هغه لويو کارونو نه خبر شى چې تا د خپلو خلقو دپاره کړى دى او ستا د عبادت دپاره د لرې نه راشى او دې کور طرف دُعا وکړى،


بيا يشعياه پېغمبر حزقياه بادشاه له لاړو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”دا سړى د کوم ځائ نه راغلى دى او هغوئ تا ته څۀ وفرمائيل؟“ حزقياه ورته ووئيل، ”هغوئ د يو لرې مُلک بابل نه راغلى دى.“


د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر په جِلجال کښې واپس کېمپ ته لاړل.


د جبعون سړو يشوَع له دا خبر ورولېږلو چې هغه د جِلجال په کېمپ کښې وو، ”په دې وخت کښې مونږ عاجزان هم داسې مۀ پرېږده. سمدستى راشه او زمونږ مدد وکړه. د غرونو په مُلک کښې ټول امورى بادشاهان په خپلو کښې ملګرى شوى دى او په مونږ يې حمله کړې ده.“


د وړومبۍ مياشتې په لسمه ورځ خلق د اُردن سيند نه پورې وتل او په جِلجال کښې يې خېمې ولګولې چې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته دے.


کله چې بنى اِسرائيلو د يريحو سره نزدې د جِلجال په مېدان باندې خېمې ولګولې نو هغوئ د هغې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر وکړو.


هغوئ زړې مخلے شوې جامې او مرمت شوې زړې څپلۍ واچولې. او هغه روټۍ چې هغوئ ځان سره اخستې وه، اوچه او پشمى شوې وه.


بيا هغوئ يشوَع ته دا قيصه بيان کړه، ”صاحِبه، مونږ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حقله اورېدلى دى او مونږ د هغه هر څۀ نه خبر شوى يُو چې هغۀ په مِصر کښې کړى دى نو مونږ ځکه د ډېر لرى مُلک نه راغلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan