Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 9:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو هغوئ د هغۀ د دوکه کولو فېصله وکړه. هغوئ لاړل او څۀ خوراک يې راواخستو او زړې بوجۍ او بيا ګنډلے شوى د ميو مشکونه يې په خرونو باندې بار کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 9:4
12 Iomraidhean Croise  

شِکم د هغوئ د خور دينه بې‌عزتى کړې وه، نو ځکه د يعقوب زامنو شِکم او د هغۀ پلار همور ته په چل سره جواب ورکړو.


زۀ په لوګى کښې لکه د مشک په شان اوچ شوے يم. خو ستا اصُول نۀ هېرومه


ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


کله هم څوک نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ځکه چې مشکونه به وشليږى او مے به يې توئ شى او مشکونه به تباه شى، خو نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچولے شى، او دغه شان به دواړه بچ شى.“


هيڅوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو مے به مشکونه وشلوى، مے او مشکونه دواړه به ضائع شى. خو هر څوک نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچوى.“


او مالِک د خپل بې‌ايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى.


زمونږ روټۍ ته وګوره، کله چې مونږ د دې سره د خپلو کورونو نه ستاسو سره مِلاوېدو دپاره راوتُو نو دا لا ګرمه وه. خو وګوره، اوس دا اوچه شوې ده او پشم يې کړے دے.


کله چې مونږ مشکونه د ميو نه ډک کړل نو دا نوى وُو. خو وګوره، اوس دا شلېدلى دى. زمونږه جامې او څپلۍ د اوږد سفر په وجه زړې شوې دى.“


چې يشوَع د يريحو او عى سره څۀ کړى وُو نو د جبعون خلق حِويان د هغې نه خبر شول.


هغوئ زړې مخلے شوې جامې او مرمت شوې زړې څپلۍ واچولې. او هغه روټۍ چې هغوئ ځان سره اخستې وه، اوچه او پشمى شوې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan