3 چې يشوَع د يريحو او عى سره څۀ کړى وُو نو د جبعون خلق حِويان د هغې نه خبر شول.
ابنير او د اشبوست آفسران د محنايم نه د جبعون ښار ته لاړل.
هغوئ ته يې دا وفرمائيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه.
د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،
د يروشلم بادشاه ادونىصدق خبر شو چې يشوَع عى قبضه کړے دے او بېخى يې تباه کړے دے او د دې بادشاه يې وژلے دے، لکه څنګه چې يشوَع د يريحو او د دې بادشاه سره هم دغه شان کړى وُو. هغه د دې نه هم خبر شو چې د جبعون خلقو د بنى اِسرائيلو سره صُلح کړې ده او د هغوئ سره اوسيږى.
د يروشلم خلق د دې په وجه يرې واخستل ځکه چې جبعون د شاهى ښارونو په شان يو لوئ ښار وو، دا د عى نه هم لوئ وو او د دې سړى تکړه جنګيالى وُو.
يشوَع حمله وکړه او مقيده او د هغې بادشاه يې په هغه ورځ ونيولو. هغۀ په ښار کښې ټول خلق ووژل او هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو. يشوَع د مقيده بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دې ښار او د دې په بادشاه باندې هم فتح ورکړه. يشوَع هيڅ څوک هم ژوندى پرې نۀ ښودل او هغۀ د دې بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.
جبعون هغه يواځينے ښار وو چې د بنى اِسرائيلو سره يې صُلح وکړه، هلته څۀ حِويان اوسېدل. باقى نور ټول په جنګ کښې فتح شوى وُو.
هلته جبعون، راما، بيروت،
د بنيامين د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، جبعون، جبعه،
نو اِسرائيليان روان شول او درې ورځې پس هغه ښارونو ته ورسېدل چې دا خلق په کښې اوسېدل، جبعون، کفيره، بيروت او قِريَتيعريم.
يشوَع حُکم وکړو چې د جبعون خلق دې هغۀ له راوستلے شى. او هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې مونږ دوکه کړُو او راته مو ووئيل چې مونږ د لرې ځائ نه راغلى يُو، اګر چې تاسو دلته نزدې اوسېدئ؟
نو هغوئ د هغۀ د دوکه کولو فېصله وکړه. هغوئ لاړل او څۀ خوراک يې راواخستو او زړې بوجۍ او بيا ګنډلے شوى د ميو مشکونه يې په خرونو باندې بار کړل.