Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 9:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 9:27
9 Iomraidhean Croise  

د لبنان په غرونو کښې به مونږ هغه ټول د دِيار لرګى ووهو چې تا ته يې ضرورت دے، هغه به د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړُو او په سمندر کښې به يې روان کړُو چې تر يافا پورې ورسيږى. د هغه ځائ نه يې تۀ يروشلم ته وړلے شې.“


د هغه کسانو د حِصې نه چې جنګ له تلى وى، د هر پينځۀ سوو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه په هر پينځۀ سوو کښې يو د مالِک خُدائ دپاره جدا کړئ.


کومه حِصه چې نورو خلقو له ورکړے شوى وى د هغې نه، د هر پنځوسو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه د هر پنځوسو نه يو جدا کړئ. دا هغه ليويانو له ورکړئ چې د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار دى.“


د دې حِصې نه موسىٰ د هر يو پنځوسو قېديانو او ځناورو نه يو يو واخستلو او چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو هم هغه شان يې دا ليويانو له ورکړل چې هغوئ د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار وُو.


مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.


تاسو به خپلې نذرانې صِرف په هغه يو ځائ کښې پېش کوئ چې مالِک خُدائ به يې ستاسو د يوې قبيلې په علاقه کښې خوښ کړى. صِرف هلته به تاسو خپلې سوزېدونکې نذرانې او نور هغه ټول کارونه کوئ چې ما يې تاسو له حُکم درکړے دے.


خو مالِک خُدائ به د ستاسو ټولو قبيلو د علاقې نه يو ځائ خوښ کړى، هلته به خلق د هغۀ حضور ته راځى او د هغۀ عبادت به کوى.


هغوئ مۀ وژنئ خو هغوئ به زمونږ دپاره لرګى ماتوى او اوبۀ به راوړى.“ او مشرانو هم دغه مشوره راکړې ده.


نو يشوَع بنى اِسرائيلو له اجازت ورنۀ کړو چې هغوئ ووژنى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan