26 نو يشوَع بنى اِسرائيلو له اجازت ورنۀ کړو چې هغوئ ووژنى.
اوس مونږ ستاسو په قبضه کښې يُو، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه شان وکړئ.“
خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربانګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.