25 اوس مونږ ستاسو په قبضه کښې يُو، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه شان وکړئ.“
خو ابرام جواب ورکړو، ”ډېر ښۀ، هغه ستا وينځه ده او ستا په اختيار کښې ده، چې څۀ دې خوښه وى نو ورسره يې وکړه.“ نو سارۍ د هاجِرې سره دومره ظلم وکړو چې هغه ترېنه وتښتېده.
خو کۀ هغه زما نه رضا نۀ وى نو چې د هغۀ څۀ خوښه وى نو هغه شان دې راسره وکړى.“
داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“
نو د محل آفسر او د ښار آفسر، سره د ښار د مشرانو او د بادشاه د زامنو محافظانو، ياهُو له دا پېغام ولېږلو، ”مونږ ستا خِدمت کوونکى يُو او چې تۀ څۀ وائې نو هغې ته تيار يُو. خو مونږ د هيچا نه هم بادشاه نۀ جوړوُو، چې څۀ تا ته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه.“
زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.
ترڅو پورې چې زما خبره ده، زۀ خو ستاسو په قبضه کښې يم، څۀ چې تاسو ته ښۀ او صحيح ښکارى هم هغه ما سره وکړئ.
صدقياه بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل چې، ”صحيح ده، هغه اوس ستاسو په لاس کښې دے. زۀ تاسو نۀ شم منع کولے.“
آو، پلاره، دا ستا رضا وه.
نو يشوَع بنى اِسرائيلو له اجازت ورنۀ کړو چې هغوئ ووژنى.
خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ ګناه کړې ده. څۀ چې ستا خوښه وى نو هغه راسره وکړه، خو نن مونږ بچ کړه.“
بيا جدعون د سُکات خلقو له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته ياد دى چې زما د مدد کولو نه مو اِنکار وکړو؟ او وئيل مو چې مونږ ستا ستړى لښکر له هيڅ خوراک نۀ شو ورکولے ځکه چې تا زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى. نو وګورئ، هغوئ دا دى.“
نو سموئيل ورته هغه هر څۀ وفرمائيل، هغۀ ترې نه يوه خبره پټه ونۀ ساتله. عيلى وفرمائيل، ”هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.“