Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 9:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ ځکه داسې وکړل چې مونږ ته پوره خبر رارسېدلے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له دا حُکم ورکړے وو چې دا ټول مُلک تاسو له درکړى او چې څومره خلق په هغه مُلک کښې وى نو وبه يې وژنئ. مونږ ستاسو نه سخت يرېدو نو په دې وجه مو دا کار کړے دے او زمونږ سره د خپل ژوند فکر وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 9:24
14 Iomraidhean Croise  

بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”خلق د خپل ژوند بچ کولو دپاره هر څۀ ورکوى.


د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى.


د يروشلم خلق د دې په وجه يرې واخستل ځکه چې جبعون د شاهى ښارونو په شان يو لوئ ښار وو، دا د عى نه هم لوئ وو او د دې سړى تکړه جنګيالى وُو.


کله چې مونږ د دې نه خبر شُو نو مونږ ډېر سخت ويرېدُو. ستاسو د يرې نه مونږ ټولو زړونه بائيللى وُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک بره په آسمان کښې او لاندې په زمکه هم خُدائ پاک دے.


او ورته يې ووئيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ دا مُلک تاسو له درکړے دے او د دې مُلک هر يو کس تاسو نه سخت يريږى.


هغوئ په ښار کښې هر يو کس، سړى او ښځې، ځوانان او بوډاګان په خپلو تُورو باندې ووژل. هغوئ څاروى، ګډې او خرونه هم ووژل.


بيا هغوئ يشوَع ته دا قيصه بيان کړه، ”صاحِبه، مونږ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حقله اورېدلى دى او مونږ د هغه هر څۀ نه خبر شوى يُو چې هغۀ په مِصر کښې کړى دى نو مونږ ځکه د ډېر لرى مُلک نه راغلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan