23 د دې کار کولو په وجه تاسو لعنتى شوى يئ. ستاسو خلق به د همېشه دپاره غلامان وى. لرګى به ماتوى او زما د خُدائ پاک کور ته به اوبۀ راوړى.“
هم داسې ستاسو ښځې ستاسو بچى، او هغه مسافر چې هغوئ ستاسو سره اوسيږى او لرګى درله پرې کوى او تاسو له اوبۀ راوړى.
هغوئ مۀ وژنئ خو هغوئ به زمونږ دپاره لرګى ماتوى او اوبۀ به راوړى.“ او مشرانو هم دغه مشوره راکړې ده.
خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربانګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.