Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 9:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 يشوَع حُکم وکړو چې د جبعون خلق دې هغۀ له راوستلے شى. او هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې مونږ دوکه کړُو او راته مو ووئيل چې مونږ د لرې ځائ نه راغلى يُو، اګر چې تاسو دلته نزدې اوسېدئ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 9:22
9 Iomraidhean Croise  

چې کله سحر شو، يعقوب ته پته ولګېده چې دا خو لِياه ده. هغه لابن له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ ما خو د راحيل دپاره خِدمت کړے دے. تا زۀ ولې دوکه کړم؟“


خو زۀ يرېږم چې داسې ونۀ شى لکه څنګه چې مار په خپله چالاکۍ بى‌بى حوا دوکه کړه او ستاسو خيالات هم د هغه خلوص او پاکوالى نه بل خوا شى، کوم چې د مسيح سره په کار دى.


د تړون نه درې ورځې وروستو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې دا خلق په حقيقت کښې د نزدې ځائ اوسېدونکى وُو.


چې يشوَع د يريحو او عى سره څۀ کړى وُو نو د جبعون خلق حِويان د هغې نه خبر شول.


بيا هغوئ هغه کېمپ ته ورغلل چې په جِلجال کښې وو او يشوَع او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”مونږه د لرې مُلک نه راغلى يُو. مونږ غواړُو چې تاسو مونږ سره يوه معاهده وکړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan