21 هغوئ مۀ وژنئ خو هغوئ به زمونږ دپاره لرګى ماتوى او اوبۀ به راوړى.“ او مشرانو هم دغه مشوره راکړې ده.
مِصر به لکه د مار په شان کشار وکړى او په وروستو به وتښتى کله چې د دشمن فوج ورباندې حمله وکړى، هغوئ به د دوئ خلاف تبر په لاس راشى او په دوئ به داسې حمله وکړى لکه څنګه چې يو سړے ونې وهى.
نن ستاسو ټول سړى، ستاسو مشران او آفسران د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ دى،
هم داسې ستاسو ښځې ستاسو بچى، او هغه مسافر چې هغوئ ستاسو سره اوسيږى او لرګى درله پرې کوى او تاسو له اوبۀ راوړى.
د يروشلم بادشاه ادونىصدق خبر شو چې يشوَع عى قبضه کړے دے او بېخى يې تباه کړے دے او د دې بادشاه يې وژلے دے، لکه څنګه چې يشوَع د يريحو او د دې بادشاه سره هم دغه شان کړى وُو. هغه د دې نه هم خبر شو چې د جبعون خلقو د بنى اِسرائيلو سره صُلح کړې ده او د هغوئ سره اوسيږى.
يشوَع د جبعون خلقو سره د امن تړون وکړو او هغوئ يې ژوندى پرېښودل. د بنى اِسرائيلو مشرانو کلکه وعده وکړه چې په معاهده باندې به عمل کوى.
د خپلې وعدې په وجه په مونږ لازم دى چې هغوئ اوسېدو ته پرېږدو. کۀ مونږ داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک به مونږ له سزا راکړى.
د دې کار کولو په وجه تاسو لعنتى شوى يئ. ستاسو خلق به د همېشه دپاره غلامان وى. لرګى به ماتوى او زما د خُدائ پاک کور ته به اوبۀ راوړى.“
خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربانګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.